د خېبر پښتونخوا په ۱۴ ضلعو کې د محرم په نهمه او لسمه د موبايل سروس بند ساتلو پرېکړه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
د کورنيو چارو وزارت د سرچينو له مخې د نهم محرم الحرام او عاشورا په موقع به په پېښور، ايبټ اباد، مانسهره، هري پور کې د امام بارګاو په شاوخوا کې د موبايل فون سروس بند وي.
دې نه علاوه په کوهاټ ښار، هنګو، کرم، اورکزۍ، بنو شهر، لکی مروت، ډي آئي خان او ټانک کښې به د موبائل سګنلونه هم معطل وي.
د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له مخې په پېښور کې به د عاشورا په ورځ د شپې تر نهو بجو پورې په صدر، اندرون شهر، پشتخره، نوتیا، حسن غري، تحصیل، پچګي روډ او وډپګا کې د موبایل سروس بند وي.
د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په مردان ښار کې به د عاشورا په ورځ د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې موبايل سروس بند وي او په نوښار کېنټ کې به د محرم په نهمه او لسمه نېټه د موبايل سيګنل بند وي.
د کورنيو چارو وزارت د سرچينو له مخې د محرم په نهمه او لسمه نېټه به په موبايل فونونو کې انټرنېټ سروس هم بند وي خو په لینډ لائن وائی فائي به انټرنېټ سروس بحال وي.
تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د محرم په نهمه او ۱۱مه د موبايل ټيليفون سروس بندولو پرېکړه شوې وه.






