د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پاکستان تر اوسه هند ته له پاکستانه تللې مېرمنې سیما حیدر ته د قونسلګرۍ اجازه نه ده ورکړې

باغي ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې تر اوسه د سیما په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې د سیما تابعیت نه شي تاییدولی.
وياندې وويل پاکستان ته راغلې ميرمن انجو په قانوني ويزه راغلې ده، دهند هائي کميشن تر دې مهاله د انجو په اړه هيڅ رابطه نۀ ده کړې.
د روسيې او اوکراين د شخړې په اړه د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې دا جګړه د چا په ګټه نه ده، د اوکراين او روسيې جګړه د دواړو هېوادونو د خلکو ستونزې زياتوي، په دې جګړه کې د پاکستان دريځ بې طرفه دى.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او امریکا تر منځ پر څو اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي، د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د پاکستان د ډیموکراتیک بهیر په اړه د ژمنتیا خبر ورکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیان د دوی د دریځ څرګندونه ده. .
وياند ووئيل دا ضروري نه ده چې هغه دې په دې لړ كښې زمونږ دريځ سره يو شان وي، مونږ به د پاكستانيانو په قتل عام كښې د ملوث كسانو سره مذاكرات نه كوو، دا دريځ هغو كسانو ته رسولې شو چې د مذاكراتو خبره كوي۔






