د سندهـ پوليس د ترهگرۍ ضد څانګې کارکوونکو د سرچ اپريشن په مهال د ريس گوټ نه دوه شکمن کسان نيولي دي.

0
193

باغی ټی وی رپورټ

د سي ټي ډي سنده وياند ترمخه د سي ټي ډي لخوا د ښار مختلفو مشکوکو سيمو کښې د اطلاعاتو په بنياد عمليات شوي دي۔

د عملیاتو په ترڅ کې د BLA ترهګریز سازمان دوه مطلوب شکمن او دوه غلا شوي موټرسایکل نیول شوي دي.

د سي ټي ډي وياند ترمخه سرچ اپريشن موچکو او سعيد آباد پوليس سټيشن، بس ټرمينل، بحري کالونۍ او رئيس ګوټ په شاوخوا سيمو کې ترسره شو، د عملياتو په مهال د سرچ اپرېشن په ذريعه 64 شکمن کسان نيول شوي دي.

د سرچ اپريشن په مهال سي ټي ډي ټيم د رائيس ګوټ نه دوه ملزمان نيولي او د دوي نه ئي د پوليس سټيشن ټيپو سلطان نه غلا شوي دوه موټر سائيکلونه برآمد کړي دي۔

د سي ټي ډي سنده وياند وايي، تورن کسان د نورو پلټنو لپاره مرکز ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply