په هرات کې د عاشورا د مراسمو لپاره چمتووالی نیول شوی دی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، امنيتي مسوولينو ته يې د مخنيوي لپاره د امنيتي تدابيرو د نيولو ټينګار کړى، څو د عاشورا مراسم له کومې اندېښنې پرته ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ټول افغان ولس ته ډاډ ورکړی و چې امنیتي ځواکونه به هیڅ فرد او ډلې ته اجازه ورنه کړي چې په لرو پرتو سیمو کې هم امنیت ګډوډ کړي.
(2023 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د عاشورا د نمانځلو د کميسون د فرهنګي او امنيتي کميټې غړي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په کتنه کې وويل چې د عاشورا د مراسمو لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى او هيڅ ډول محدوديت نه لري.
په همدې حال کې د هرات د استخباراتو رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، چې سیمه ییزې ادارې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د عاشورا د مراسمو په اړه هېڅ ډول سختي ونه کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، امنيتي مسوولينو ته يې د مخنيوي لپاره د امنيتي تدابيرو د نيولو ټينګار کړى، څو د عاشورا مراسم له کومې اندېښنې پرته ترسره شي.
اړوند موضوعات: