د متحده قومي موومنټ غړى رانا انصار په سندهـ اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډرہ شوہ.

0
106

باغی ټی وی رپورټ

ایم کیو ایم د چارشنبې په ورځ په سندهـ اسمبلۍ کې د اپوزېشن د مشر د بدلولو لپاره درخواست جمع کړی و چې پکې ایم کیو ایم د جی ډي اې او پي ټي ايي د منحرف غړو ملاتړ کړی و.

د متحده اپوزیشن له خوا د ایم کیو ایم رانا انصار د اپوزیسیون مشر نومول شوی چې د سند اسمبلۍ سپیکر یې د ټاکلو اعلان کړی دی.

د سندهـ اسمبلۍ غړې رانا انصاري د صوبايي اسمبلۍ لومړۍ ښځينه مخالفه مشره ده.

د اسمبلۍ سپيکر وويل زه رانا انصار ته د سنده اسمبلۍ د لومړۍ ښځينه اپوزيشن ليډرې په ټاکنه مبارکي ورکوم، په دې لړ کې چې کله نوټيفيکيشن جاري شي نو ټولو ته به يې ورکول شي.

وروستو سپيکر د اسمبلۍ غونډه د اګست په دوه ويشتمه نيټه تر 11 بجو پورې وځنډوله۔

Leave a reply