د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نگران وزير شاهد خټک د استعفي سمري دستخط کړي دي۔

0
159

باغي ټي وي رپورټ

د انتظاميي د سمري ترمخه نگران وزيراعلي د نگران وزير شاهد خټک استعفي منظورولو لپاره يو سمري ګورنر ته استولي وه چي پکښي د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نگران وزير شاهد خټک د استعفي سمري دستخط کړي دي۔

د انتظاميې په سرمشريزه کې ويل شوي چې نگران وزيراعلي اعظم خان د اليکشن کميشن په حکم نگران وزير شاهد خټک د کابينې نه لرې کړی دی.

اليکشن کميشن د جولائي په 22مه نيټه وزيراعلي ته په سياسي جلسه کښې د ګډون په وجه د لرې کولو حکم ورکړے دے۔

اليکشن کميشن د جولائي په 22مه نيټه وزيراعلي ته په سياسي جلسه کښې د ګډون په وجه د لرې کولو حکم ورکړے وو۔

د انتظامي چارو د څانګي لخوا جاري شوي سمري ترمخه سيکرټري انتظاميه او وزيراعلي د شاهد خټک استعفي د جولائي په 23مه نيټه په 11:50 بجو ترلاسه کړه۔ نگران وزيراعلي اعظم خان د کابينې نه د شاهد خټک د لرې کولو په اړه دوه سمري گورنر ته ليږلي وو چې يو يې د اليکشن کميشن د حکم سره سم د کابينې نه د لرې کولو په اړه وو او بل د شاهد خټک د استعفا د منلو په اړه وو.

ګورنر د اليکشن کميشن د سمري پرځاي وزيراعلي ته د سمري استولو غوښتنه کړي ده ولي وزيراعلي د استعفئ منلو سمري استولي دي۔

په سياسي جلسه کښي د نگران صوبائي وزير شاهد خټک ګډون اوکړو۔

Leave a reply