چین د پاکستان د 2.10 ملین ډالرو پور ځنډولو منظوري ورکړه.

0
206

باغي ټي وي رپورټ

د مالیې وزارت سرچینې وايي، چین پاکستان ته د پور ورکول د دوو کلونو لپاره ځنډولي، چې په دې اړه د چین اکسیم بانک په رسمي ډول پاکستان ته د یوه مکتوب له لارې خبر ورکړی دی.

سرچينې وائي چې پاکستان ته به په دغه قرض اضافي سود نۀ ورکول کيږي، د ټولو قرضونو د معاهدو موده د 21 جولائي 2023 څخه تر 30 جون 2025 پورې غځول شوې ده.

چین پاکستان ته څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته ورکړه.

تر دې وړاندې چین د جولای په ۱۸ مه پاکستان ته ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته ورکړه چې د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا تایید شوې وه.

اسلام اباد کې دې مراسمو ته د وینا پر مهال وزیر اعظم شهباز شریف وویل د دوستو هېوادونو په مرسته اقتصادي شاخصونه ښه کېږي، چین پاکستان ته ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې چې له دې سره د پاکستان د ذخیرو کچه ۶۰۰ میلیونه ډالره زیاته شوې ده.

د 2 ملیارد ډالرو رول اوور

د مارچ په 31مه نېټه سېنېټ ته د وينا په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل چې پاکستان د سيف ډپازټ او کمرشل بينکونو له لارې له چين سره سوداګري لري، دوه اربه ډالره د مارچ په 23مه نېټه راوبلل شوي وو، د خوښۍ خبره ده چې د دې رقم تصديق شوے دے. غورځول شوی دی.

Leave a reply