د ګوجرانواله د ترهګرۍ ضد عدالت وفاقي داخله وزير رانا ثناء الله د ترهګرۍ مقدمې څخه بري کړی دی.

0
205

باغي ټي وي رپورټ

د ترهګرۍ ضد عدالت کې د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله خلاف د ګجرات صنعتي پوليس سټيشن کښې درج شوې مقدمې اورېدنه شوې۔ رانا ثناءالله دګوجرانواله دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمه کې وړاندې شو، عدالت رانا ثناءالله نن دنوټس په ذريعه احضار کړى دى.

د اورېدنې په مهال د مقدمې مدعي خپل بيان بدل كړو په كومه چې عدالت رانا ثناءالله د مقدمې نه بري كړو۔

ياده دې وي چې د رانا ثناءالله په ضد په 25م اګست 2022م کې د شاه کاز اسلام په نوم د يوه وګړي په شکايت کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې وه چې پکې د چيف سيکرټري او د هغه کورنۍ ته د وژنې د ګواښونو تور لګول شوی وو.

د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو كښې رانا ثناءالله ووئيل زما پشمول زمونږ ټول مشران عدالتونو ته وړاندې شول، مونږ دلته راتلو نه وړاندې چا ته خبر هم نه وو وركړې، مونږ د عدالتونو دروازې نه دي ماتي كړې او ججانو ته مو د كار كولو نه منع كړې، مونږ د يو عام اولس په حيث راڅرګند شو او د قانون سره مخ شو۔

رانا ثناءالله وئيلي دي چې مونږ نه په سرونو بالټونه اچولي او نه مو داسې ډرامې کړې دي، د نهم مئ په پيښو کښې ککړ کسان به خاتمه ته رسولې شي۔

Leave a reply