اليکشن کميشن د توهين عدالت کيس کښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د ګرفتارولو او پيش کولو حکم ورکړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د اسلام آباد پوليس ته د پي ټي آئي چيرمين د ګرفتارولو حکم ورکړے دے۔
اليکشن کميشن آئي جي اسلام آباد ته هدايات کړي چي غير ضمانتي وارنټ دي عملي کړي او آئي جي اسلام آباد ته ئي هدايات کړي چي د تحريک انصاف چيئرمېن نيولې او د نهې په ورځ سهار لس بجې دې اليکشن کميشن ته وړاندې کړي۔
عمران خان د توهين عدالت په مقدمه کې حاضر نه شو او اليکشن کميشن د عدم حاضرۍ وارنټ جاري کړل.
بني ګاله کې د عمران خان وکيل د ضمانت وارنټ ترلاسه کړی دی
د پي ټي آئي د چيئرمېن نا ضمانتي وارنټ د هغه په كور كښې ترلاسه شوے۔
دسرچينو ترمخه دعمران خان وکيل دا وارنټ په بني ګاله کې ترلاسه کړى اؤ دپي ټي ائي دچيئرمين په کور کې دبني ګاله پوليس سټيشن ايس ايچ او وارنټ ترلاسه کړى دى.
بلخوا د پي ټي آئي وکيل شېر افضل مروت وئيلي دي چې عمران خان نن اليکشن کميشن ته د حاضريدو فيصله کړې ده۔