پیپلز پارټۍ د نگران وزیراعظم لپاره د اسحاق ډار په نوم مخالفت جاري ساتلی، شیري رحمان وايي د نگران حکومت لپاره بې طرفي لازمي شرط دی، د نگران وزیراعظم جوړولو په اړه د پیپلز پارټۍ سره هیڅ خبرې نه دي شوي.

0
180

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد کې دخبرو اترو په مهال شيري رحمان وويل مونږ سره دکوم نوم شريک نۀ دى، پيپلز پارټۍ دغير جانبدار نگران حکومت جوړولو ته ترجيح ورکوي.

شيري رحمان وويل پيپلز پارټۍ په خپل وخت دانتخاباتو حق لري، پيپلز پارټۍ په پاکو او شفافو انتخاباتو باور لري، د نگران وزيراعظم نوم به حتمي وي خو نور څه وخت پکار دى.

بل لوري ته ددفاع وزير خواجه اصف وايي چا چې اسحاق ډار ته د نگران وزيراعظم جوړولو وړانديز کړى هغه سمې خبرې نۀ دي کړي.

خواجه اصف د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې ويلي چې اسحاق ډار هيڅکله د نگران وزيراعظم کېدو خواهش نه دی څرګند کړی، په دې اړه زمونږ په هيڅ مجلس کې خبرې نه دي شوي، خلکو ته دا موقع نه ورکوو چې په مونږ ګوتې ووهي، ما هغه څه نه دي کړي چې ما د چا په غوښتنه ويلي وو.

Leave a reply