د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې د شپې ناوخته په وقفه يي ډول تېز باران وشو.

0
204

باغي ټي وي رپورټ

د راپورونو له مخې د کورنګي، لانډۍ، شاه فیصل او سرجاني ټاؤن په ګډون په مختلفو سیمو کې وقفه وقفه سره باران روان دی.

د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب د شپې ناوخته د مرکزي ضلعې د مختلفو سیمو دوره وکړه او د ناګن چورنګي، یوپی مور، سلیم سنټر، پاور هاوس چورنګي او شاوخوا سیمو یې معاینه وکړه.

په دې موقع د كراچۍ ميئر مرتضيٰ وهاب ووئيل چې كومې سيمې چې د باران اوبه ولاړې دي هغه پاکې كړې شوې دي۔په سوشل ميډيا د اوبو د صفا كولو تصويرونه وګورې د شپې په دې وخت كښې زما ټيم او د پيپلز پارټۍ کارکنان موجود دي۔

میئر کراچۍ اوویل چې په کومو سیمو کې چې جماعت اسلامي کامیابه شوې وه هلته اوبه نشته خو په کومه سیمه کې چې مونږ یوو هلته د باران اوبه موجودې وې، له دې ځایه جماعت اسلامي کامیابه شوې وه، دلته د KMC او واټر کارپوریشن ټیمونو لخوا اوبه ایستل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په کراچۍ ښار کې د باران له امله څو الوتنې لغوه او ځنډول شوې وې.

د ائيرپورټ ذرائعو ترمخه پي کے 368 د کراچي نه اسلام آباد ته 3 ساعته ناوخته روان شو، د خصوصي ائيرلائن پرواز پي ايف 127 د اسلام آباد لپاره 15 دقيقې ناوخته روان شو۔

دسرچينو ترمخه دلاهور لپاره دپي کۍ 304 الوتنه تر دې مهاله نۀ ده روانه شوې، دکراچۍ څخه دوبۍ ته دفلائي دوبۍ الوتنه څلويښت دقيقې ځنډيدلې، د خصوصي ائيرلائن پرواز پي اے 406 لاهور ته منسوخ کړل شوى دى.

Leave a reply