د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان خلاف د توشه خانې کيس کښې د اورېدنې په مهال يو نوے موړ راغلے دے.

0
94

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام آباد د ضلعي او سيشن کورټ جج همايون دلاور د توشه خانه کيس اوريدنه د پي ټي آئي وکيلانو په ضد اسلام آباد هائي کورټ ته کړي ده۔

نن د توشه خانې کېس اورېدنې په مهال جج همايون دلاور وويل د فيس بک پوسټونو په اړه مې ايف آئي اے ته ليکلي دي، اسلام اباد هائي کورټ ته مې ليکلي دي چې زه هم انصاف غواړم، د فيس بک پوسټونو اسناد د هر چا مخې ته ودرول شول، د چا لپاره جج نه شي جوړېدلای، زه هم انصاف غواړم.

ياده دې وي چې د مقدمې اورېدنې پر مهال د عمران خان وکيل ګوهر علي خان په عدالت کې د قاضي همايون دلاور ادعا شوي فيسبوک پوسټونه وښودل.

قاضي همایون دلاور په خپل فیسبوک کې د اورېدنې پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا پوسټونه زما نه دي.

Leave a reply