د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیزابیت هورسټ ویلي، د ټاکنو اعلان هڅونکی دی او د ازادو، عادلانه او سوله ییزو ټاکنو لپاره هیله من دی.

باغي ټي وي رپورټ
ده ووئيل پاكستان او امريكې دوامداره شراكت لري، دواړه هېوادونه په ډېرو مسلو كښې ګډې ګټې لري، اقتصاد او د موسمي بدلون د پاكستان لپاره لويې ننګونې دي۔
هغه وويل امريکا دپاکستاني مصنوعاتو تر ټولو لوى پېرودونکي ده، تېر کال تجارت ٩ اربه ډالره ؤ. دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير وويل دپاکستان لپاره دامريکا مستقيم بهرنۍ سرمايه کارۍ ٢٥٠ مليونه ډالره ده په داسې حال کې چې پاکستان ته ٢١٥ ميليونه ډالره دسيلاو ځپلو دبيا بحالۍ لپاره ورکړل شوي دي.






