بهاولپور کښي د یونیورسټئ دوه افسران د نشه ایزو موادو په شمول غیر قانونی کارونو کښي ککړ نیول شوی دی.

0
79

باغي ټي وي رپورټ

د افسرانو د موبائيل فونونو فرانزک مکملولو وروستو د ويډيوګانو، چيټس، موبائل فونونو عکسونو په اړه جامع رپورټ د پنجاب وزيراعلې ته استولې شوې دې ولې وائس چانسلر آئي جي پنجاب ته خط ليکلې او مقدمې يې دروغ بللي دي.

د پوليس وينا ده چي د بهاولپور يونيورسټئ چيف سکيورټي افسر اعجاز شاه او فنانس ډائريکټر محمد ابوبکر د موبائل فونونو فارنزک مکمل کړے شوے دے، د ملزمانو د موبائل فونونو نه بهر او انکمنګ کالونو ريکارډ هم د رپورټ برخه جوړ کړے شوي ده۔

د پوليس ترمخه د بهاولپور يونيورسټئ چيف سکيورټي افسر اعجاز شاه دري ورځي وړاندي ګرفتار کړے شو په کوم کښي چي تيره مياشت د فنانس ډائريکټر محمد ابوبکر نيولي شوي وو، د ملزمانو نه کرسټل آئس او ممنوعه جنسي دوا برآمد شوي وو۔

بل اړخ ته د يونيورسټئ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب پوليس ته خط ليکلي او د افسرانو خلاف مقدمه ئي دروغ بللي ده۔

وائس چانسلر ووئيل چې د دې معاملې د شفافې پلټنې لپاره دې د لوړ پوړو افسرانو په ګډون يوه تحقيقاتي كمېټۍ جوړه كړې شي كوم كسان چې د پوهنتون د پرمختګ نه وېره لري د پوهنتون د بدنامولو هڅې كوي۔

ډاکټر اطهر محبوب آئي جي پنجاب ته په خط کښي وئيلي دي چي يونيورسټي کښي هيڅ غير قانوني کاروائي نه ده شوي۔

Leave a reply