د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) په حیدراباد کې د فساد ضد ځانګړې قاضي محکمې ته د اسراییلو د سفر په تور د نیول شویو اتو پاکستانیو اتباعو پر ضد چالان وړاندې کړ.

0
91

باغي ټي وي رپورټ

عدالت د نیول شوو ملزمانو نعمان صدیقي، کامل انور، ذیشان صدیقي، محمد انور او کامران صدیقي په ګډون د پنځو کسانو د ضمانت درخواستونه رد کړل.

د ايف آئي اے ترمخه په شکمنو کسانو کښي د يوې زنانه پشمول اته کسان هم شامل دي کوم چي د کار لپاره اسرائيل ته تللي وو چي د ويزو تفصيلات ئي نه دي ترلاسه کړي او د ويزو تفصيلات لپاره د خارجه وزارت لخوا کينيا، متحده عرب امارات، سري لنکا او اردن ته خطونه جاري کړي شوي ولي پي آئي اے، اماراتو او قطر ايئرويز هم د هوائي سفر تفصيلات او اسناد نه دي ورکړي۔

د ايف آئي اے ترمخه ملزم محمد اسلم، ستاره پروين او عبدالمجيد صديقي د زيات عمر له وجي نه دي ګرفتار کړي شوي د ټولو ملزمانو تعلق د يوي کورنئ سره دي چي پکښي ميړه، ميرمن او زامن هم شامل دي۔

ياده دي وي چي ايف آئي اے پينځه کسان ميرپورخاص کښي محمد انور، محمد کامران صديقي، کامل انور، محمد ذيشان او نعمان صديقي هغه وخت نيولي وو کله چي سټيټ بينک د اسرايلو نه بهر ملک ته راغلي بهرنۍ اسعارو په ګوته کړي وو۔

د FIA په وینا پنځه پاکستانیان چې اسراییلو ته د تللو په خاطر تر پلټنو لاندې دي اوس هم په اسراییل کې دي.

Leave a reply