سي ټي ډي د ښار مختلفو سيمو کښي سرچ آپريشن دوران څلور کسان نيولي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د پولیسو د ترهګرۍ ضد سیل د کراچۍ په مختلفو سیمو کې د لټون عملیاتو په مهال د مشکوکو کسانو نه پوښتنې ګروېږنې کړي، د دوی معلومات د الیکټرانک آلاتو په ذریعه هم چیک شوي دي.
د سي ټي ډي وياند ترمخه د سي ټي ډي سوات ټيم او تجربه کاره سي ټي ډي افسرانو تر څارنې لاندې د ښار په مختلفو سيمو کښې د اطلاعاتو په بنياد عمليات شوي او د ملير ضلعې د بن قاسم پوليس سټېشن سټېل ټاون او ثمر ګوټ او علي جان ګوړ سيمو کښې د معلوماتو په اساس عمليات شوي دي.
وياند زياته کړه چې د سرچ اپرېشن له لارې په سيمه کې د شکمنو کسانو ريکارډونه چک شوي او د کور کور تلاشۍ په ترڅ کې ٤٨ شکمن کسان نيول شوي، چې په ترڅ کې يې ٤ شکمن کسان او يو شکمن موټر د تصديق لپاره اړونده پوليسو ته سپارل شوي دي.






