د می د نهمې تراژیدي اړوند نور عکسونه هم مخې ته راغلي دي چې پکې تورن کسان د پوځي تاسیساتو په ورانولو کې لیدل کیږي.
باغي ټی وی رپورټ
زياتره عکسونه د فارنزک په مهال د نيول شوي ملزمانو موبائل فونونو نه ترلاسه شوي دي۔
تورنو کسانو پوځي روغتون، سرګودها هوايي اډه او پوځي تعليمي ادارې هم نه دي پريښي.
وسله والو د پاک امارات روغتون ودانۍ ته زیان رسولی او څنګ ته یې د جنراتور خونې ته اور ورته کړی دی.
ایمرجنسي وینټیلیټرونه او د ماشوم انکیوبټرونه هم د بریښنا د پرې کیدو له امله بند شوي.
د احتجاج په بهانه د سي ايس ډي لاهور نه په لکونو روپۍ نقدې روپۍ هم لوټ شوې دې، دې نه علاوه په هغه ادارې باندې په حمله کې ريکارډونه هم سوځول شوي کوم چې د پاکستان پوځ د پوځي تاريخ او جنګونو ريکارډونه ساتلي دي.
د چکدرې په قلعه د برید نه وروسته ټوله قلعه، ریکارډونه او ګاډي سوځول شوي دي. د لیفټیننټ سجاد عالم په یادګار باندې عکس سوځول شوی او د عمران خان زنده باد لیکل شوي دي.