د ځنګلي ژویو په اړه یوه نړیواله اداره د ورلډ وائلډ لائف فنډ پاکستان چارواکو خبرداری ورکړی چې پاکستان د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله کمزوری کیږي.

باغي ټی وی رپورټ
لاهور کښې د خبري کانفرنس په مهال د ډبليو ډبليو ايف پي صدر ډاکټر عادل نجم او ډي جي حماد نقي وويل پاکستان په هغو ٥٠ هيوادونو کې شامل شوى چرته چې د موسمياتي بدلون پېښې کيږي، د ٢٠٢٢م سيلاب به تل د موسمياتي بحران په توګه ياد ساتلى شي. د WWF ولسمشر وویل چې د طبیعي پیښو له رارسیدو دمخه باید احتمالي وضعیت په پام کې ونیول شي.
په دي موقع د ډبليو ايف پي ډائريکټر جنرل حماد نقي اوويل چي د موسمي بدلون هر شعبه متاثره کوي، مونږ په دريابونو کښي هوټلونه او کورونه جوړ کړي دي، مونږ ته دا کتل دي چي د خپل ملک د ښکلا لپاره څه کوششونه کيږي۔
چارواکو زیاته کړه، چې ولس باید په دې پوه شي، چې چاپېریال زموږ ستونزه ده او د اقلیم بدلون یوه علمي پروسه ده، سیلابونه او د ګرمۍ څپې هم کنټرولېدای شي.






