وزيراعظم شهباز شريف د سري لنکا صدر رانل ويکرما سنګهې ته ټيلي فون کړې او د معاهدې په لړ کښې د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي ايم ايف) د مرستې او مرستې مننه کړې ده.

0
105

باغي ټی وی رپورټ

د سري لنکا صدر سره خبرو کې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې تاسو د پاکستان د دوست او خيرخواه کردار ادا کړی، زه د پاکستاني ولس په استازيتوب ستاسو مننه کوم، پاکستان او سري لنکا نزدې او باوري ملګري دي.

وزيراعظم ووئيل د سيمه ايز پرمختګ او امن لپاره د سري لنكا کردار ستائنه كوي او هيله لري چې پاكستان او سري لنكا به د موجوده اقتصادي ستونزو څخه راووځي۔

په دې موقع د سري لنکا صدر د وزيراعظم شهباز شريف د نيكو هيلو مننه وكړه او وې وئيل چې پاكستان زمونږ نزدې ملګرے دے، د ملګرو مرسته كول دوستي ده۔

د سري لنکا صدر په سختو حالاتو کې د وزيراعظم شهباز شريف د هلو ځلو ستاينه وکړه او وزيراعظم شهباز شريف ته يې د آئي ايم ايف سره په معاهدې کولو مبارکي ورکړه.

ياده دي وي چي د سري لنکا صدر د شهباز شريف د ايم ډي آئي ايم ايف سره تر ملاقات وروسته د پاکستان په مرسته باندي زور راوړے وو۔

د سري لنکا صدر ايم ډي ايم ايف ته وئيلي وو چې سري لنکا د ډيفالټ له وجې تاوان لري نو پاکستان دې د دې حالت نه بچ شي.

Leave a reply