د اسلام اباد هائي کورټ د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر د لسو ورځو لپاره حفاظتي ضمانت منظور کړی دی.
باغي ټی وی رپورټ
صوابۍ کښې د اسد قیصر خلاف د کرپشن د مقدمې درج کړې شوې دې او د هغه حفاظتي ضمانت منظور کړې شوې دې.
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري د اسد قيصر حفاظتي ضمانت منظور کړے دے۔
اسلام آباد هائي کورټ اسد قيصر ته په لسو ورځو کښې د متعلقه عدالت نه د رجوع کولو هدايت کړے دے۔
عدالت د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر ته هم د 50 زره روپو ضمانتي مچلغو جمع کولو حکم ورکړے دے او د مقدمې تحقيقات دې او متعلقه عدالت ته وړاندې کړې شي۔
عدالت د کرپشن ضد محکمه د اسد قیصر د نیولو نه د لسو ورځو لپاره منع کړې ده.
جسټس طارق محمود جهانګيري د اسد قيصر وکيل ته وويل چې که ته د جمعې په ورځ نه وې نو درخواست کوونکي بايد راغلي واى.
وکيل شرافضل مروت وويل معاون وکيل راغلى ؤ خو هغه عدالت ته په ښه توګه خبر نۀ شي ورکولى.