د ګوجرانواله، فیصل آباد، قصور، چونیان پشمول د مرکزي پنجاب په مختلفو ښارونو کې د باران له امله ګڼې سیمې سیلابونو لاندې کړې دي.

0
168

باغي ټی وی رپورټ

په ګوجرانواله کې په څو ساعتونو کې تر 138 ملي مترو پورې باران له امله سړکونه او انډر پاسونه په کنډوالو بدل شوي او د موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

قصور کښې د باران له وجې په چونيان، اله آباد، کنګنپور او نورو سيمو کښې اوبه جمع شوې دي۔ د پنځه ساعته پرله پسې باران له امله د خلکو کورونو او دوکانونو ته اوبه ننوتلې.

په چونيان او قبائيلي سيمو کښي د باران له وجي نزدي سيمو کښي سيلابي شوي دي۔ د ګاهلان په ګاونډ ښارګوټي کې اوبه کورونو ته ننوتي، چې له امله يې يو نوی جوړ شوی کور او د پنځو کورونو بهرني ديوالونه نړېدلي دي.

اوبه د کوټ میواتی هدیرې ته هم ننوتلې، قبرونه یې زیانمن کړل. د غله منډي، تېنګ کلي او سبزي منډي سیمو کې په سړکونو او کوڅو کې له درې تر څلور فوټو پورې اوبه ولاړې دي.

بل لوري ته د کراچۍ په مختلفو ځايونو کې باران شوے دے. د موسمياتو محکمي ترمخه نن په اسلام آباد، خېبرپښتونخوا، شمال ختيځ بلوچستان او کشمير کښې د باران امکان دے.

Leave a reply