د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور د ورکولو ترڅنګ د دویمې کتنې لپاره شرایط هم ټاکلي دي.

0
81

باغي ټی وی رپورټ

سرچینې وايي چې د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان له حکومته د املاکو او کرنې په سکتور کې د مالیاتو د لګولو د پلان غوښتنه کړې ده.

دسرچينو له مخې ائي ايم ايف وايي پاکستان دجايداد اؤ کرنې سکټور څخه دعوايدو دزياتولو امکانات لري.

د سرچینو په وینا، IMF ویلي چې د عوایدو د زیاتوالي لپاره باید د ملکیتونو او کرنې سکتور باندې مالیه ولګول شي.

سرچينې وائي که چرې ايف بي آر منصوبه ائي ايم ايف څخه منظوره کړل شي نو ميني بجټ راتللى شي خو دپراپرټي سيکټور اؤ زراعت په سکټور دټيکس لګولو فيصله به نوي حکومت ته کول وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له نړيوال بانک څخه به د املاکو او کرنې په سکتور کې د مالياتو د لګولو په برخه کې مرسته وشي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې پاکستان د نړيوال وجهي صندوق څخه د ۱،۲ ميليارد ډالرو لومړۍ قسط ترلاسه کړ.

په دې لړ کې د آئي ايم ايف چارواکي وايي پاکستان ته به د اقتصادي ثبات دپاره د معاهدې په شرطونو په سختۍ عمل کول پکار وي، په داسې حال کې چې وزيراعظم شهباز شريف هم د ايم ډي ايم ايف مشرې کرسټالينا جارجيووا ته باور ورکړی دی چې د معاهدې په هر ډول عمل به عمل کوي.

Leave a reply