د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې حکومت فيصله کړې ده چې نوې مردم شماري به نه کوي، انتخابات به د زړې مردم شمارۍ په بنياد کيږي۔

0
92

باغي ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام “نيا پاکستان” کې د خبرو پر مهال رانا ثناءالله وويل چې د اګست په مياشت کې به اسمبلۍ خپله موده پوره کوي، له هغې وروسته به نگران حکومت راځي، که مردم شماري اعلان نه شوه نو ټاکنې به د زړې مردم شمارۍ په اساس کېږي. حکومت د نوې سرشمیرنې نه خبرولو پریکړه کړې ده.

رانا ثناءالله وويل په نوې مردم شمارۍ کې څه ستونزې راپيدا شوي دي نو ځکه نوټيفيکيشن نۀ کيږي هغوي يې نۀ مني، بلوچستان کې هم د مردم شمارۍ په نتيجو ستر اعتراضونه دي، په نوې مردم شمارۍ د ټولو اتفاق ضروري دى. د سرشمیرنې په اړه سمدستي پریکړه کولی شي په هیواد کې جنجالي حالت رامینځته کړي.

ده ووئيل د نگران حكومت لپاره د وزيراعظم او اپوزيشن ليډر ترمېنځه مشوره كولې شي٬ وزيراعظم په نگران حكومت كار كوي٬ وزيراعظم به د اپوزيشن ليډر او خپلو اتحاديو سره هم مشوره كوي٬ نگران وزيراعلي محسن نقوي او اعظم خان له کوم ګوند سره تړاو نه لري، که د خېبرپښتونخوا د ګورنر خلاف د کرپشن ثبوت وي نو پلټنه به کوي.

Leave a reply