په سوډان کې د جګړې ښکېلې خواوې د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي

0
207

په سوډان کې د جګړې ښکېلې خواوې د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي

په سوډان کې نښتې د جنرال عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د پوځ د ځواکونو او د محمد حمدان دیګالو په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ شوې دي.

دغه شخړې د روان کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ د انتقال په هدف د نړيوال پلان له ناکامۍ وروسته پيل شوې او تر اوسه په سلګونو کسان مړه او ټپيان شوي دي.

 

(2023 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې په سوډان کې د جګړې د ښکېلو خواوو استازي د خبرو د بیا پیلولو په هدف سعودي عربستان ته تللي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغو استازو د شنبې په ورځ د جولای په ۱۵ مه جدې ته سفر وکړ. په جده کې پخوانۍ خبرې اترې چې د سعودي عربستان او متحده ایالاتو په مرسته برابرې شوې وې، د جون په لومړیو کې د دواړو هیوادونو لخوا د څو ځله اوربند څخه سرغړونې وروسته وځنډول شوې.

سعودي عربستان او امریکا تر اوسه د پوځ او سوډان د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د خبرو بیا پیلول تایید کړي دي. د سودان په پلازمېنه خرطوم او د هېواد په نورو برخو کې لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

په سوډان کې نښتې د جنرال عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د پوځ د ځواکونو او د محمد حمدان دیګالو په مشرۍ د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ شوې دي.

اړوند موضوعات:

د سوډان د پوځ په هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه د چټک غبرګون ځواکونه وژل شوي

دغه شخړې د روان کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ د انتقال په هدف د نړيوال پلان له ناکامۍ وروسته پيل شوې او تر اوسه په سلګونو کسان مړه او ټپيان شوي دي.

Leave a reply