په لاهور کې د ماشومانو او نجونو سره د جنسي تیري په پیښو کې زیاتوالی راغلی او یوازې د روان کال په شپږو نیمو میاشتو کې د جنسي تیري ۱۶۱ پیښې ثبت شوي دي.
باغي ټی وی رپورټ
د پوليسو د معلوماتو له مخې، د روان کال په شپږو نيمو مياشتو کې ډېره کمه داسې ورځ وي، چې پر يوې نجلۍ يې جنسي تېری نه وي شوی او يا يې ماشومه د جنسي تېري ښکار نه وي.
د راپور له مخې، د ماشومانو د ځورونې ۹۸ قضيې ثبت شوي، چې ۸۲ تورن کسان نيول شوي او ۶۶ چالانونه يې عدالتونو ته وړاندې کړي، چې ۱۴ يې تر څېړنې لاندې دي او دوه تورن کسان نه دي نيول شوي.
بل خوا په دې موده کې پر نجونو د جنسي تېري ۶۳ پېښې شوي، چې ۱۱ یې تر څېړنې لاندې دي او ۷۱ تورن کسان نیول شوي او ۴۴ چالانې محکمې ته استول شوي دي.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: تراوسه پورې ٣ تنه داعتراض کوونکو په تور نه دي نيول شوي .