پاکستان پيپلز پارټي هم د زړې مردم شمارۍ په بنياد د نويو انتخاباتو کولو خواهشمند ښکاري، صوبائي وزير سعيد غني وايي انتخابات دې د 2017ء مردم شمارۍ او د 2022ء حلقو په بنياد ترسره شي.

باغي ټی وی رپورټr
د جيو نيوز په پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو پر مهال سعيد غني وويل، که د نوې سرشمېرنې له مخې پر ټاکنو ټينګار وشي، نو په اکتوبر يا نومبر کې به ټاکنې ممکن نه وي.
هغه وويل، دا سمه نه ده چې د سرشمېرنې په پايلو کې د ځنډ پړه پر ولايتونو واچول شي.
ياده دې وي چې تيره ورځ د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر احسن اقبال وئيلي وو چې راتلونکي انتخابات به د ۲۰۱۷م کال د مردم شمارۍ مطابق ترسره کيږي ځکه چې د نوو حلقو جوړولو لپاره نور وخت پاتې نه دی.
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې وفاقي وزير احسن اقبال اوويل چې د صوبو په غوښتنه د مردم شمارۍ موده يو ځل بيا غځول شوې وه نو اوس د نوې مردم شمارۍ مطابق حلقه بندۍ ممکن نه دي۔ نورې څلور میاشتې.





