د پاکستان تحریک انصاف پخواني مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلی پرویز خټک د نوي ګوند جوړولو پرېکړه کړې ده.

0
123

باغي ټی وی رپورټ

ياده دې وي چې په دې ورستيو کې د پاکستان تحريک انصاف د پخواني وزيراعلي او پخواني صوبايي صدر پرويز خټک بنيادي غړيتوب ختم کړ او هغه يې له ګوند څخه ګوښه کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پروېز خټک په مشرۍ د نوي ګوند جوړولو پرېکړه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د پروېز خټک د غونډو لومړى پړاو په اسلام اباد کې پاى ته رسېدلى، په داسې حال کې چې د ملي او صوبايي اسمبلۍ له غړو سره دويمه ناسته په پېښور کې روانه ده.

ياده دې وي چې د پاکستان پخواني دفاع وزير پروېز خټک د خيبر پښتونخوا ايالت له صدارت څخه د يوې خبري غونډې پر مهال د استعفا اعلان وکړ.

ده ووئيل زه له څو ورځو راهسې د هېواد سياسي حالات څارم، د مې د نهمې نېټې پېښې مې وړاندې هم غندنه كړې ده، د هېواد سياسي ماحول ډېر خراب دى او په دې ماحول كښې ګرځېدل ګران دي۔

له دې وروسته پي ټي آئي د پروېز خټک لخوا د پارټۍ پرېښودو ته د غړو هڅولو لپاره د شوکاز نوټس جاري کړی ؤ او ځواب يې غوښتی ؤ او د ځواب نه ورکولو په وجه يې هغه د ګوند نه بهر کړی ؤ.

Leave a reply