د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې خلک او نړۍ د پيپلز پارټۍ کارکردګي درک کوي .

باغي ټی وی رپورټ
د دبجي اکنامک زون د پرانستې دستورې په مهال د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري وويل په تيرو وختونو کې د يوې سازش لاندې د پيپلز پارټۍ کردار تباه کولو لپاره کمپاين ترسره شو چې مقصد يې دا ثابتول وو چې حقيقي ګوندونه ناکامه شوي دي. او نوي سیاسي ګوندونه را منځته شوي، اړتیا ده، نو ولس د بدلون په نوم تباهي هم لیدلې، د بدلون په نوم مو تباهي هم لیدلې او د خلکو خدمت مو هم لیدلی دی.
هغه وويل کله چې پخواني صدر اصف علي زرداري چين ته د ګوادر بندر په ورکولو سره د سي پيک بنياد کېښودو نو په هغه وخت کې پيپلز پارټنرۍ هم نيوکې شوې وې، بوټو د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ تصور وړاندې کړو، مونږ د پبلک پرائيويٽ پارټنرشپ لاندې ګڼې پروژې جوړې کړې.
بلاول بهټو زرداري وويل دپيپلز پارټۍ حکومت دپبلک پرائيويٽ پارټنرشپ لاندې کار کوي، دپيپلز پارټۍ دخدمت کولو طريقه دنورو گوندونو څخه غوره ده.
زمونږ لومړئ لومړیتوب هیواد له بحرانه راویستل دی: د پیپلز پارټۍ چیرمین
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل دبهجي اکنامک زون څخه به دلته يولکه ٥٠زره ځوانانو ته دروزګار موقعې برابرې شي، اول دې مقامي خلکو ته روزګار ورکړل شي، مونږ په فني تربيت هم کار کوو، په فني تربيت کې به هم سرمايه کاري وکړو، زموږ لومړی لومړیتوب دا دی چې هیواد له بحران څخه وباسو.
په دوبجي کې د 1,530 جریبه ځانګړي اقتصادي زون په دوو مرحلو ویشل شوی، لومړی پړاو 750 جریبه او دوهم پړاو 780 جریبه لري.
په نورو پروژو کې د اته کیلومتره لویې لارې جوړول شامل دي چې د ځانګړي اقتصادي زون سره د پورټ قاسم سره وصل شي، د دوبجي ریل سټیشن په جنکشن بدل شي.






