منافع خورو د ایل پی جی په نرخ کې پنځوس روپۍ زیاتوالی راوستی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د ايل پي جي ايسوسي ايشن چيئرمېن عرفان کھوکھر وئيلي دي چې د تېل او ګيس ريګولېټري اتھارټي (اوګرا) د اېل پي جي رسمي قيمت 177 روپۍ في کلو مقرره کړې ده ولي ايل پي جي په 230 نه 240 روپۍ خرڅيږي.
عرفان کھوکھر اوويل چې اوګرا او انتظاميه دې د ايل پي جي په نرخونو کښې د زياتوالي نوټس واخلي۔
پاکستان ته د روسیې د LPG رارسیدل
تېره میاشت د جون په ۱۳مه له روسیې څخه د مایع نفتي ګاز (LPG) لومړۍ جوپه د تورخم له لارې پاکستان ته ورسېده.
د مایع نفتي ګازو ۱۱ ټانکرونه چې له روسیې څخه تورخم ترمینل ته رسیدلي، لا هم تصفیه شوي نه دي.
د ګمرک اجنټ مجیب الله شینواري له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د روسیې د ګازو ۱۱ ټانکرونه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د تورخم په ټرمینل کې ولاړ دي.
هغه زياته کړه، چې د برېښنايي وارداتي فورمې (EIF) د شرايطو له امله د ټانکرونو په تصفيه کې له ځنډ سره مخ دي، لومړى څلور روسي LPG ټانکرونه له ٢٢ ورځو وروسته د تورخم په ترمينل کې تصفيه شول، خو د LPG ١١ ټانکرونه له څلورو ورځو راهيسې د تصفيې په تمه دي.






