د لاهور هائي کورټ د ښاريانو د نومونو په څلورم شيډول کښې شاملولو لپاره د کړنلارې د سختولو امر کړی دی.

باغي ټی وی رپورټ
جسټس علي باقر نجفي او جسټس امجد رفيق دغه فيصله د شهري په درخواست جاري کړه۔
محکمې د ترهگرۍ ضد قانون لاندې په څلورم شيډول کې د شهري نوم شاملولو اقدام باطل کړ.
عدالت هدايات کړې چې په څلورم شيډول کې د چا نوم اچولو لپاره دې سخته کړنلاره خپله کړل شي، له داسې بنديزونو وروسته انسان خپل ژوند په عزت سره نه شي تېرولى، په څلورم شيډول کې شامل کس ته د خپل تګ راتګ محدودولو لپاره بانډ ډکول پکار دي. په څلورم جدول کې شامل یو کس چې حکومت وغواړي نیولی شي.
محکمې ویلي چې په څلورم شیډول کې د شامل شوي کس ژوند ستونزمن کیږي، د داسې کسانو په اړه معلومات معمولا د ایس ایم ایس یا واټس اپ پیغامونو له لارې اخیستل کیږي.
لاهور هائي کورټ هدايات کړي دي چې په څلورم شيډول کښې د يو شهري نوم شاملولو نه وړاندې دې د يو نه زيات فورمونو نه معلومات واخستل شي۔






