متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان سنده اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر لپاره د ۲۰ غړو په لاسلیکونو خپل غوښتنلیک سپیکر ته سپارلی دی.

0
189

باغي ټی وی رپورټ

په سندهـ اسمبلۍ کې د مۍ د میاشتې له نهمې نیټې راهیسې د اپوزیسیون د مشر حلیم عادل شیخ له نشتوالي وروسته، ایم کیو ایم پاکستان له سپیکر آغا سراج دراني څخه غوښتنه وکړه چې هغه دې د اپوزیسیون د مشر په توګه وټاکي.

په دی موقع د ایم کیو ایم پاکستان سینئیر ډپټی کنوینر فاروق ستار، سینیټر نسرین جلیل، د اسمبلۍ غړو او د اسمبلۍ سیکرټري هم د سپیکر سنده اسمبلۍ په چیمبر کښې موجود وو.

د دې غوښتنې په اړه سپيکر آغا سراج دراني وويل چې اسمبلۍ هم په قوانينو بيا کتنه کوي او پرېکړه کوي، د جي ډي اي دريځ هم اورېدل کېږي.

ده ووئيل كه د اپوزيشن ليډر حليم عادل اسمبلۍ ته راځي نو د هغه تحفظ د سپيكر ذمه واري ده۔

د سندهـ اسمبلۍ سپيکر آغا سراج دراني وئيلي دي چې د فردوس شميم نقوي د پراډکشن آرډر لپاره درخواست جمع نه کړے شوے دے۔

Leave a reply