پاکستان د LNG د پېرلو لپاره ګران بيه بولۍ ترلاسه کړې دي.
باغي ټی وی رپورټ
د سرچينو له مخې پاکستان LNG Limited (PLL) پاکستان د 3 LNG کارګو لپاره بولۍ رابللې وې، د داوطلبۍ جمع کولو وروستۍ نېټه د جولای 14 وه، داوطلبي نن پرانيستل شوه.
سرچینې وویل چې PLL د جنوري 3-4، 2024 عرضه کولو لپاره د هر mmbtu $ 23.47 داوطلبي ترلاسه کړه.
سرچینې وویل چې د جنوري د 28-29 لپاره هیڅ داوطلبي ترلاسه نه شوه، پداسې حال کې چې د فبروري 23-24 سپلائی لپاره د 22.47 ډالرو هر mmbtu بولی ترلاسه شوی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د داوطلبۍ د منلو يا ردولو پرېکړه به د پاکستان ايل اين جي لمټيډ بورډ کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت هم له قطر څخه د اېل اېن جي صادراتي کارګو پاکستان ته رسېدلى و، چې له هغه وروسته په هېواد کې د ګازو روان کړکېچ يو څه پاى ته ورسېد.