وزيراعظم شهباز شريف د چشمه 5 اتومي پاور پلانټ د بنياد تيګه کيښوده.

0
109

باغي ټی وی رپورټ

وزیراعظم شهباز شریف په میانوالی کې د چشمه 5 نیوکلیئر پاور پلانټ پرانسته وکړه چې ظرفیت یې له 1100 میګاواټو څخه 1200 میګاواټه ته لوړ شوی، دا تړون په 2017 کې لاسلیک شوی و، خو دا پروژه د 5 کلونو لپاره وځنډول شوه.

غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل د پاکستان او چين ترمينځ د اوږدې مودې دوستانه اړيکې دي، چشمه اتومي پاور پلانټ د پاکستان او چين ترمينځ د دوه اړخيزه همکارۍ عکاسي ده او دا يو مهم ګام دى.

وزيراعظم وويل اوازې خپرې شوې چې پاکستان به قرضه کوي خو دوستو هيوادونو په سختو وختونو کې همکاري کړې ده، د چين له مرستې پرته د همکارۍ کيسه نيمګړې ده او په سخت وخت کې چين د 5 اربه ډالرو قرضې ورکړې.

شهباز شريف وويل په سخت وخت کې د ستر دوست مرسته به هيڅکله هير نکړي، په سخت وخت کې د چين، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د مرستې منندوی يم، چين په تېرو څلورو مياشتو کې د پاکستان د اقتصاد په برخه کې يو لړ اقدامات کړي دي، اوس د نړیوال وجهي صندوق د پروګرام له تصویب وروسته د هیواد اقتصاد د ښه والي په لور روان دی.

وزيراعظم زياته کړه چې د چشمه نيوکليئر پاور پلانټ 5 په شان منصوبو شروع کول د افواهاتو منونکو ته يو موثر جواب دى، چشمه اتومي پاور پلانټ هم د انرجي د نړيوالې ادارې لخوا محفوظ اعلان شوى دى، دا پاور پلانټ د ارزانه انرجي ترلاسه کولو په لور يو ګام دى. .

Leave a reply