په پيښور کې د پوليسو په مرکز دترهګرو بريد په ځواب کې د پوليسو افسرانو د ترهګرو سره نښته وکړه .

باغي ټی وی رپورټ
د پيښور پوليس وينا ده چي ترهګرو د متني پوليس سټيشن باندي حمله کړي ده چي په جواب کښي ډيوټي اهلکارو جوابي ډزو کړي دي۔
جيو نيوز سره په ځانگړو خبرو کې د پوليسو سپرنټنډنټ (ايس پي) صدر ډويژن ملک حبيب وويل د پيښور په پوليس سټيشن کې په ډزو کې د کوم ځاني زيان اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې، پوليس د ترهگرۍ په بريد کې خوندي دي.
د ايس پي صدر ډويژن وينا ده چي د ترهګرو په ضد د اهلکارو جوابي کاروائي نه پس ډزي بندې شوي دي۔






