په پنجاب کې د نجونو په پرتله پر هلکانو د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي.

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ماشومانو سره د جنسي تیري د پیښو په اړه یو رپورټ جاري کړی دی.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په رپورټ کې دا خبره په ډاګه شوې چې په صوبه کې د نجونو په پرتله د هلکانو د جنسي تېري پېښې زیاتې دي، د هلکانو د جنسي تېري کچه ۶۹ فیصده او په نجونو د جنسي تېري کچه ۳۱ فیصده وه.
په راپور کې ویل شوي چې په پنجاب کې د جنسي تیري تر ټولو زیاتې پېښې په ګوجرانواله کې ثبت شوي او تر ټولو کمې د جنسي تیري پیښې په راولپنډۍ او لاهور کې ثبت شوي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په رپورټ کې ویل شوي چې د ماشومانو سره د زور زیاتي پېښې هم نه رپورټ کېږي، د وېرې او ټولنیزو ستونزو له امله یې قضیې نه ثبتېږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ماشومانو لپاره د طبي پاملرنې لپاره د والدینو نه لیوالتیا هم د جنسي تیري په پیښو کې یو خنډ دی چې دا ډول پیښې د ماشومانو د انزوا لامل کیږي.






