د پاکستان په ستره محکمه کې به راتلونکې اوونۍ د دوو مهمو مقدمو اورېدنه کېږي.

0
132

باغي ټي وي رپورټ

سپريم کورټ به د جولائي په اتلسمه نيټه په پوځي عدالتونو کښې د عامو وګړو د مقدمې اورېدنې په ضد د درخواستونو اورېدنه کوي۔

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ شپږ کسيزه بنچ به د کېس اوريدنه کوي. په دې لړ كښې ګوندونو ته نوټس جاري كړے شوے۔

راتلونکې هفته په سپريم کورټ کې يوه بله مهمه مقدمه، د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر ايکټ په ضد د درخواستونو اورېدنه د جولای په ۲۱ نېټه ټاکل شوې ده.

د دې مقدمې اورېدنه به د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ اته کسيزه لويه بنچ کوي.

Leave a reply