پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه د پور پروګرام لاندې د یو ملیارد ۲۰۰ ملیون ډالرو لومړۍ قسط ترلاسه کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل نړيوال ائي ايم ايف ديو ارب 20 کروړه ډالرو لمړۍ قسط سټيټ بينک اف انډيا ته منتقل کړى دى.
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د آئي ايم ايف پروګرام لاندې به پاکستان ته درې اربه ډالره ترلاسه کيږي، د آئي ايم ايف پروګرام د نهو مياشتو لپاره دے، پاکستان ته به درې اربه ډالره ترلاسه کوي.
اسحاق ډار وويل تمه ده چې زمونږ د بهرنۍ اسعارو ذخائر به د 13 څخه تر 14 اربه ډالرو پورې وي، روانه هفته د سټيټ بينک ذخائر 4 ارب 20 کروړه ډالره زيات شوي دي په دې لړ کې به سټيټ بينک خپل رپورټ جاري کوي.
هغه وویل چې د پور پروګرام پاتې یو ملیارد 800 ملیون ډالر به د 2 بیاکتنې راپورونو وروسته پاکستان ته ورکړل شي.
ده ووئيل ائي اېم اېف سره په خبرو كښې د وزيراعظم شهباز شريف کردار مهم دے٬ د هغه نه علاوه د حكومت اقتصادي ډلې هم په سخت او سخت سفر كښې د دوي ملاتړ وكړو۔
د یادولو وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق اجرایوي بورډ پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو پروګرام تصویب کړ.
د آئي ايم ايف بيان ترمخه 1.8 اربه ډالره به د نومبر او فبرورۍ مياشتو کښې د بيا ارزونې نه وروستو ورکولې شي، پاکستان دې په متفقه تګلارو سخت ودرېږي، په پاکستان کښې د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام د اقتصاد د سمدستي مرستې لپاره د دغه پروګرام څخه دي. د پاکستان له اقتصاد سره به د داخلي او خارجي عدم توازن په ختمولو کې مرسته وکړي.
د پور پروګرام باید په دقت سره تعقیب شي: MDIMF
په يو بيان كښې د ايم ډي آئي اېم اېف كرسټالينا جارجيوا ووئيل پاكستان دې په پوره ذمه وارۍ سره د دې پروګرام پيروي وكړي٬ د پاكستان د داخلي او خارجي مالي ذخائر د كمېدو له وجې به د پاليسۍ په پرله پسې عمل كولو سره دغه عدم توازن ختم شي۔
کریسټالینا جارجیوا وویل چې د سټنډرډ نوی انتظاماتو پروګرام پاکستان ته د میکرو اکنامک استحکام راوستلو یو موقع ده.






