د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د غير قانوني نکاح مقدمې په اړه د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان په ضد دائر شوي نظرثاني اپيل باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د سیشن جج اعظم خان د سول جج د فیصلې خلاف دائر اپیل د اوریدلو وړ دی که نه په اړه فیصله محفوظ کړې ده کومه به چې ډیر زر اوریدلې شي.
د يادونې وړ ده چې د مې په ۱۳مه نېټه د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان او بشرې بي بي د ناقانونه نکاح د مقدمې درخواست ناقابل سماعت ګرځولی وو چې د عدالت نه بهر دی.
درخواست کونکی محمد حنیف د سول جج نصر من الله د فیصلې خلاف د نظرثانی اپیل دائر کړی دی.
د نن اورېدنې په مهال پراسيکيوټر راناحسن عباس او د درخواست کوونکي وکيل رضوان عباسي عدالت ته حاضر شول.
د درخواست کونکي وکيل رضوان عباسي وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيرمين يو ځل واده کړی وو، مفتي سعيد خپل بيان سول عدالت کښې ريکارډ کړے دے ولې د پي ټي آئي چيرمين کور بني ګاله کښې د مقدمې دائره کار په اسلام آباد کښې دے.
پراسيکيوټر راناحسن عباس د پي ټي ائي د چيئرمېن خلاف د اپيل مخالفت وکړو، هغه وويل واده په لاهور کې شوى، مقدمه بايد په لاهور کې درج کړل شي، دا د پي ټي ائي د چيئرمېن په ضد شخصي شکايت دى، حکومت ته د نوټس ورکول ضروري نه دي. په جرم کې د یوځای کیدو یادونه نشته، یوازې د واده مراسم.
د دلائلو نه پس سيشن جج اعظم خان دا فيصله محفوظ کړے وه چي ايا دا درخواست قابل سماعت دے او که نه۔






