د لاهور د سيشن کورټ په حدودو کښې د ډزو له وجې د يوې زنانه پشمول دوه کسان مړه شوي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د پولیس وینا ده چی سیشن کورټ ته د حاضری لپاره راغلی کسانو د مخالفانو لخوا ډزی اوکړی چی له وجی ئي یوه ښځه او یو سړی مړه شوی دی.
پولیسو د پیښې نه وروسته سمدستي اقدام وکړ او د ډزو دوه تنه تورن کسان يي ونیول.
آئي جي پنجاب ډاکټر عثمان انور د سي سي پي او لاهور نه د عدالت په احاطه کښې د ډزو نوټس غوښتې دې۔
د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي هم د پيښې نوټس اخستې او آئي جي نه ئي رپورټ غوښتې دې۔
نگران وزيراعلي هدايات کړي چې په ډزو کښې ککړ ملزمانو خلاف دې د قانون مطابق کارروائي وشي۔






