د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د ضمانت وړ ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی.

0
104

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيرمين او نورو په ضد د اسلام آباد په رامنا پوليس سټيشن او يو په ګولرا پوليس سټيشن کښې دوه مقدمې درج شوي دي۔

د پي ټي آئي چيرمين لخوا رامنا پوليس سټيشن کښي درج شوي مقدمو کښي د حاضري نه استثنيٰ درخواست جمع کړے شوے دے۔

د عمران خان وکيل سردار بِل خان ويلي چې د پي ټي ائي چئیرمین نن لاهور هائي کورټ کې حاضر شي، د لاهور هائي کورټ کې د حاضرېدو له امله اسلام اباد کې نه شي حاضرېدلی.

د ترهگرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات ریمارکس ورکړی چې د پي ټي ائي چئیرمین باید عدالت ته حاضر شي.

عدالت د جوډيشل کمپلکس بريد کيس کښې د عمران خان سره د فرخ حبيب، شبلي فراز او حسن نيازي د ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي۔

د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي چيرمين او نور ملزمان د جولائي په 19مه نيټه په ذاتي توګه طلب کړي وو۔

Leave a reply