په ملک کښې نن د مون سون د بارانونو نوې سلسله شروع شوې ده چې پکښې د جولائي تر 17مې نيټې پورې د اسلام آباد پشمول د ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سندهـ په ځينو ځايونو کښې د تيزو بارانونو او ږلۍ وريدو امکان دے.

0
248

باغي ټي وي رپورټ

د موسمياتو محکمي ټول ملک کښي د بارانونو وړاندوينه کړي ده چي پکښي پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميي ته د بارانونو او تيزو هواګانو له وجي د احتياطي ګامونو پورته کولو هدايات کړي دي۔

د سختو بارانونو له امله په لوړو ولسوالیو کې په سیندونو کې د سیلابونو او د ځمکې ښویېدو خطر هم څرګند شوی دی.

پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميي ته هدايات کړي چي د وړو او درانه مشينري موجودګي يقيني کړي او وئيلي شوي دي چي پيښور، چارسده، نوښار، مردان او نورو ضلعو کښي د بارانونو له وجي د ښاري سيلابي خطره ده۔

بل لوري ته په کراچۍ کې دراتلونکو 24 ساعتو په مهال موسم دخراب، ګرم او مرطوب وي، دښار کمه کمه درجه حرارت 29.5 او په راتلونکو 24ؤ ساعتو کې زياتره درجه حرارت 34 څخه تر 36 درجو پورې ريکارډ کړى شوى دى. دا امکان لري چې د سانتي ګراد تر منځ پاتې شي.

Leave a reply