د ګلګت بلتستان د نوي وزيراعلي انتخاب به نن کېږي، د دې څوکۍ لپاره مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د پاکستان تحريک انصاف فارورډ بلاک حاجي ګلبر خان ملاتړ اعلان کړی دی، په داسې حال کې چې د وزيراعلي څوکۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع شوي دي، د پي ټي ائي همخيال ډلې تنظيمي غړو د شپې ناوخته د انتخاباتو نه بايکاټ کړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعلي لپاره به نن غرمه 12 بجې انتخابات کېږي، اميدواران به نن سهار 10 بجو پورې د نامزدګۍ کاغذونه واپس کولي شي۔
په جي بي اسمبلۍ کې د پي ټي ايي اتحادي ويلي چې په اسمبلۍ کې اکثريت په زور په اقليت بدل شوی دی.
د همدي ډلې غړو د وزيراعلي د انتخاب نه بايکاټ کړے او وئيلي ئې دي چې ددوي د اسمبلۍ غړو ته د کروړونو روپو په منصوبو لالچ ورکړے شوے وو، د تعاون نه کولو په صورت کښې ملګرو غړو ته د ګرفتارۍ او مقدمو ګواښونه هم شوي وو۔
ده ووئيل چې په قامي اسمبلۍ كښې به د اپوزيشن رول په موثره توګه ادا كوي۔
راجه اعظم خان، جاوید منوا او راجا زکریا مکتون د پی ټي ايي همخیال ډلې کې د وزیر اعلی په ریس کې شامل دي.
بل اړخ ته د جي بي اسمبلۍ سپيکر د اپوزيشن ليډر امجد حسين ايډوکيټ استعفي مسترد کړي ده او وئيلي دي چي امجد حسين ايډوکيټ د موجوده سياسي کشمکش په وخت کښي په عجلت کښي استعفي ورکړي ده۔