د مالیې وزارت او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) تر منځ د بدلیدونکي کریډیټ کنټرول لپاره یو پلان موافقه شوې.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه روان مالي کال به دبجلۍ سکټور 2340 اربه روپۍ گردشي قرضه بند کړل شي، گردشي قرضې کمولو لپاره به 400 اربه روپو څخه زياتې منظوري ورکړل شوې ده، دغه رقم به په قسطونو کې جاري کولى شي.
د خزانې وزارت سرچينې وايي چې د روان مالي کال په مجموعي توګه به په ريولونګ کريډټ کې 122 اربه روپۍ زياتوالى راشي خو په راتلونکي مالي کال کې د ريولونګ کريډټ د زياتولو منصوبه IMF ته نه ده ورکړې شوې.
د سرچينو ترمخه دبريښنا بيې به زياتې کړل شي اؤ ريکوورټي به ښه کړل شي چې ريولنگ کريډټ کنټرول کړو، دبريښنا بيې د آئي ايم ايف سره د شيئر منصوبې په اساس زياتول کيږي.
سرچينې زياته کړې، چې IMF د کرېډېټ د بېرته راګرځېدو د مخنيوي لپاره د ماليې وزارت پلان منظور کړى دى.
خو د پیسو نړیوال صندوق دا خبرداری هم ورکړی چې که د سرکلر پور کنټرول نه شي، له تړون څخه به سرغړونه وشي او که شرایط عملي نه شي، د راتلونکي تړون لپاره به نور سخت شرایط وي.
ياده دي وي چي د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د نهو مياشتو لپاره د دري اربه ډالرو سټنډرډ باي معاهده شوي ده چي پکښي به د آئي ايم ايف ايګزيکيټيو بورډ پاکستان ته د يو اعشاريه يو ارب ډالرو قسط جاري کولو منظوري ورکړي۔





