کورمه ضلع کې فوځ راغوښتل شوې دې

0
220

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د خيبرپښتونخوا په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ چې افغانستان سره هم ګډه پوله لري کښې دبيلا بيلو قبائيلو ترمينځ دجګړې وروستو حالات ډیر خراب شوي دي اؤ سيمه کښې فوځ اؤ ايف سي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.

د صوبې د کورنیو چارو وزارت په وینا، فوځ به په کرم ولسوالۍ کې تر هغه وخته پورې ځای پر ځای وي چې د امن او امان وضعیت ښه شوې نه وي.

په کرم کې د ځايي قبایلو تر منځ د تېرو څو ورځو په ډزو او نښتو کې تر اوسه لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه نښتې د ځمکې پر سر د شخړې له امله پیل شوې او ضلعي انتظاميې هم په متنازعه زمکه دفعه 144 نافذه کړې ده، په داسې حال کې چې د شخړې هوارولو لپاره د کوهاټ، اورکزۍ او هنګو څخه 30 کسيزه جرګه هم کرم ته لېږل شوې ده.

د صوبایی حکومت له لوری په خپره شوې یوه خبر پانړه کښې ویل شوي وو چې حکومتی او ریاستی امنیتي ادارې به هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې په کورمه کښې د امن ستونزه راپیدا کړي او ددې ځای ام خراب کړي، په خبر پانړه کښې زیاته شوې وه چې صوبایی حکومت ژمن دې چې په کورمه کښې د زمکې شخرې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

Leave a reply