د پاکستان تحريک انصاف د دورې د داخله او احتساب سلاکار شهزاد اکبر وئيلي دي چې زه مفرور نه يم په برطانيې کښې يم زه به ټول جوابونه ورکوم .

0
249

باغي ټي وي رپورټ

ده ووئيل چې نيب د شهباز ګل علاج كولو سره په ټليفون كولو غواړي، كه نېب بيان په وېډيو لينك اخيستل غواړي نو زه تيار يم، نېب تر اوسه وارنټ نه دي جاري كړي۔

په لندن کې له خبريالانو سره په غير رسمي خبرو کې د احتساب پخواني سلاکار وويل چې نواز شريف ښه سړی دی، ثابت قدمه دی، له خپل ورور شهباز شريف ښه دی.

ده ووئيل سږ كال ټاكنې نه ليدل كېږي، قمر جاوېد باجوه د هېواد د اوسني حالت ذمه واري ده، هغه د پي ټي آئي خلاف وو۔

شهزاد اكبر زياته كړه، چې پخوا معلومه وه، چې زموږ حكومت به ړنګېږي.

کابینې ته د اسنادو له ښودلو پرته د لاسلیک کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې شهزاد اکبر وویل چې کابینې د اسنادو د لیدلو زحمت نه دی کړی.

Leave a reply