په پاکستان کې د ګندهارا د تمدن او بودايي میراث د بیا ژوندي کولو په موضوع د ګندهارا دوه ورځنی نړیوال کنفرانس په اسلام اباد کې پیل شو.

0
129

باغي ټي وي رپورټ

د ګندهارا نړيوال كنفرنس د اولس مشر عارف علوي په مشرۍ كښې پرانستل شو۔په دې كنفرنس كښې د جنوبي كوريا، ملائيشيا، چين، تايلېنډ، ميانمار، ويتنام او سري لنكا پشمول د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بودا مشران ګډون كوي۔

په كنفرنس كې ګډون كوونكي او د بودايي راهبانو وينا ده چې د كنفرانس تر سره كول به د مذهبي ميراثونو په ساتنه كې مرسته وكړي، پاكستان ته هم دا موقع په لاس ورغلې ده چې د بودايي زياتره هېوادونو سره نږدې شي.

د بودا راهبانو د پاکستان د لرغونو تاریخي میراثونو د ساتنې او مذهبي هماهنګۍ ته وده ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

غونډې ته په خپله وينا كښې د وزيراعظم ټاسک فورس چيئرمېن ووئيل چې په اسلام آباد او ټول هېواد كښې د بوديزم پشمول د ټولو اقليتي مذاهبو د ځايونو د ترميمولو كار روان دي۔

Leave a reply