د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د خور ډاکټر عظمیٰ خان په ضد د کرپشن یوه بله مقدمه درج شوې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د اينټي کرپشن پنجاب ترجمان ترمخه ډاکټر عظمي په غيرقانوني توګه د کروړونو روپو ماليت زمکه په خپل نوم منتقل کړې وه په تور ئي دوه ملزمان نائب تحصيلدار افضل سليانه او پټواری اسلم خان نيولي دي۔
د پنجاب د فساد ضد ادارې وياند وايي، تورن په جهنګ ولسوالۍ کې د ډاکټر عظمي په نوم ۳۱۰ کناله ځمکه د فريب له لارې د ډاکټر عظمي په نوم انتقال کړې، چې په ريکارډ کې يې بدلون راوستی او دغه سيمه يې د ډاکټر عظمي خان په نوم لېږدولې، چې وروسته تورن کسان لادرکه شول. د سیمې اصلي ریکارډ ورکړ
د وياند په وينا، د عظمي خان په نوم د ځمکې د انتقال سند هم ورک دی، د فساد ضد پلټنو کې ډاکټر عظمي او نور تورن کسان په جعلکارۍ کې لاس لري.
اينټي کرپشن فيصل آباد کښي د ډاکټر عظميٰ او نورو 8 ملزمانو خلاف مقدمه درج کړي ده۔