د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې سعودي عرب دوه اربه ډالره سټيټ بينک کښې جمع کړي دي۔

0
102

باغی ټی وی رپورټ

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل دوست هيواد سعودي عرب دوه اربه ډالره سټيټ بينک کې جمع کړي دي.

اسحاق ډار وویل زه د پاکستان د وزیراعظم، د پوځ مشر او د سعودي حکومت د خپل طرفه مننه کوم.

د خزانې وزير وويل چې په راتلونکي کې به په اقتصادي چارو کې نوره هم ښه والى راشي، د پاکستان اقتصاد د پخوا په پرتله ښه دى، ډېر ژر به زيات ثبات رامنځته شي.

د يادونې وړ ده، چې د ماليې وزارت او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ د بهرنيو تمويل پر سر هوکړه شوې ده.

د مالیې وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پیسو نړیوال صندوق د مالیې وزارت له لوري د ۸،۲ میلیارده ډالرو استول شوی مالي تشه منلې ده.

دسرچينو ترمخه پاکستان ته د ائي ايم ايف، ورلډ بينک، ايشيائي پرمختيائي بانک، چين، سعودي عرب اؤ اماراتو څخه مالي مرستې ترلاسه کول پکار دي، په داسې حال کې چې د روان مالي کال په مهال به د 3.5 اربه ډالرو مالي مرستې له چين څخه ورکول کيږي.

د مالیې وزارت د پلان له مخې باید له سعودي عربستان څخه ۲ میلیارده ډالره مالي مرسته ترلاسه شي.

د دې تر څنګ به یو میلیارد ډالر له متحده عربي اماراتو، ۵۰۰ میلیونه ډالره د اسیا پراختیايي بانک او ۵۰۰ میلیونه ډالر له نړیوال بانک څخه ترلاسه شي.

Leave a reply