د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صدر ایمل ولي خان د بیان په ځواب کې د جے یو آئی صوبايي ویاند عبدالجلیل جان ویلي دي چې په بلدیاتی انتخاباتو کې د ماتې نه پس د اے این پی صوبايي صدر ایمل ولي خان به اوس په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د ماتې وېره لري. .

0
164

باغی ټی وی رپورټ

د عبدالجلیل جان په وینا امل ولي خان د جے یو آئی د مشرانو په ضد بیانونه ورکولو سره د خپل قد د زیاتولو کوشش کوي.

د جے يو آئي وياند ووئيل چې اے اين پي تر چارسدې او مردان پورې محدود وو خو داسې ښکاري چې اوس له دې ضلعو هم ختم شوې دې۔

هغه وايي، چې د ولايتي شورا لپاره د حاجي غلام علي نوم د ضمني ټاکنو د کمپاين پر مهال د امولي خان له خوا وړاندې شوى و، چې اوس يې مخالفين هم د ده پر ضد په څرګندونو سره د خپلې تېروتنې پړه پر غاړه اخلي.

عبدالجلیل جان وویل، چې ایمل ولي خان باید جرئت ولري، چې د ګوند له صوبايي صدارت څخه استعفا ورکړي او دا مقام یو جدي شخص ته وسپاري، د ایمل ولي خان بې ځایه څرګندونې د ټول ANP لپاره د پوښتنې نښه ده.

هغه زياته کړه چې ولس پوهېدل غواړي چې د چا په هداياتو د خېبرپښتونخوا خوشاله سياسي فضا خرابېږي.

Leave a reply