د طالبانو حکومت په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي د پېښې په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه وځنډول

باغي ټي وي رپورټ
د طالبانو حکومت په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي د پېښې په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه وځنډول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د سویډن ټول فعالیتونه تر هغه وخته پورې ودروي چې د قرآن د سپکاوي او د مسلمانانو د عقایدو په اړه رسمي بښنه ونه منل شي.د طالبانو د ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان ټول دولتي بنسټونه د دغه فرمان د عملي کولو پابند دي.






